دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۴ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۲۴ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې امین رحمتي لومړی، سلمان دویم او بومان درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزولوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پایله کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.