دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري په اشترلي ولسوالۍ کې د کوچني اختر نماځلو په موخه د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې ازادګان لوبډلې څخه د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره اتلولي خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د اشترلي ولسوالۍ اوسیدونکو ته یوه سالمه تفریح برابرول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسولانو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو