دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۳۰
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزش کارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

يادې سیالۍ د ځوانانو او نویو ځوانانو په عمري کټګوري کې ترسره شوې او ٤٠٠ متره منډه يې ترسره کړه.

د یادو سیالیو په پایله کې د ځوانانو کټګوري کې هادي لومړی، حنیف دویم او ياسين درېیم مقام ترلاسه کړ او د نویو ځوانانو په کټګوري کې بیا آرش لومړی، محسن دویم او صادق درېیم مقام ترلاسه کړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته ټاکل شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS