خوست کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نسیم منګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۵:۳
خوست کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نسیم منګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند ورغه کلي کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نسیم منګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نسیم منګل او رحمن حبشخېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. نسیم منګل لوبډلې د لوبې پچه وګټله او په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپل یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبدلې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه. رحمن حبشخېل لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۸۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۹ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS