خوست کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۲۸
خوست کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز اماني لوبغالي کې له ۷ کلبونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په سوکيوکوشين او کيوکيشن کان سبکونو کې د کراټې ۲۱م پړاو سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې شريف اتلانو کلب د ۱۰ مډالونو په خپلولو سره لومړی، سنگين کلب د ۸ مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم او د داخيو کلب ورزشکارانو د ۲ مډالونو سره بیا درېيم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د ورزشکارانو د ظرفيت لوړولو په موخه ترسره شوې، چې په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آزاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له ۲۲ کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ګلبدین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS