خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز اماني ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د لټکو شاهين او بريال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې لټکو شاهين لوبډلې سيالې بريال لوبډلې ته ۱/۵ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د راتلونکو سياليو لپاره د ورزشکارانو ښه تياری دی، چې ۱۹ ورځې به دوام وکړي.
