خوست کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د معارف جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د میټا خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۱۶
خوست کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د معارف جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د میټا خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند غرغښت ښوونځي کې د ۲۵ خصوصي او دولتي ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د میټا خان ښوونځي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د غرغښت او میټا خان ښوونځيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه غرغښت لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷۷ منډو هدف وټاکه. میټا خان لوبډلې ټاکلی هدف د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ او د دوو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت او همغږي په موخه پیل شوې وې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS