خوست کې د ۲۰۰ زده کوونکو ترمنځ د ځغاستې او رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په بریا خصوصي لېسه کې د ۲۰۰ زده کوونکو ترمنځ د زرغون خوست په نوم د ځغاستې او رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې.
د ځغاستې په سیالیو کې چې په یو نیم کیلومتري واټن کې ترسره شوې ۱۵۰ زده کوونکو ګډون کړی و، چې پکې هلال لومړی، عظیم الله دویم او حضرت علي درېیم مقام خپل کړ.
په ورته وخت کې په همدې لېسه کې د اتو لوبډلو ترمنځ چې پکې له شپږم ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې زده کوونکو برخه اخیستې وه؛ د رسۍ کش کولو سیالۍ هم ترسره شږوې چې په پایله کې یې د شپږم "ب" ټولګي لومړی او د اووم "الف" ټولګي دویم مقام خپل کړ.
د سیالیو په پای کې د خوست ولایت د ورزشي آمریت له لوري اتلو لوبډلو ته کپونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
