خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوستن ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د خوست امنیه قوماندانۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې امنیه قومانداني لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې میچن بابا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
