خوست کې د کیوکوشین کان کراټې استادانو ته د لوبڅاري سیمینار ورکړل شو
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د کراټې فدراسیون د نمایندګي اړوند د کیوکوشین کان کراټې استادانو ته د اماني لوبغالي تر څنګ مرکزي کلب کې د لوبڅاري یو ورځینی سیمینار ورکړل شو.
په یاد سیمینار کې، چې د همدغې رشتې مسؤول استاد محمد ولي سنګین له لوري برابر شوی و، پنځه استادانو برخه اخیستې وه او د لوبڅاري اړوند ټول اړین مالومات او تخنیکونه ور وښودل شول.
د سمینار په پای کې ګډون کوونکو استادانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې، چې له دې وروسته به د همدې رشتې د سیالیو په جریان کې د لوبڅارۍ دنده پرمخ وړي.
