خوست کې د ځنګلونو د ساتلو په نوم د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۴۷
خوست کې د ځنګلونو د ساتلو په نوم د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند په دور ملکې ژۍ کلي کې د ځنګلونو د ساتلو په نوم د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې.

په یادو سیالیو کې اتو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پایلوبه یې د شېر تڼي او نور نواز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې شېرتڼي لوبډلې د ۲/۱ نمرو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د لوبې په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.

د یادو سیالیو موخه په خوست ولایت کې د ملي او عنعنوي لوبو بیا را ژوندي کول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS