خوست کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند مهدیخېلو سیمه کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مهدیخېلو سبیل او لکڼو تبۍ خادم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې لکڼو تبۍ خادم لوبډلې د ٢/١ میدانونو په توپیر وګټله او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
