خوست کې د ١٨٥زره ډالرو په ارزښت يو ورزشي جمنازيوم جوړ شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۵
خوست کې د ١٨٥زره ډالرو په ارزښت يو ورزشي جمنازيوم جوړ شو

د خوست ولایت مرکز اړوند ١٢٠٠ فاميليو سیمه کې د افغان سوداګر اسماعیل سالار په مالي لګښت د ١٨٥زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شيخ زاید په نوم یو ورزشي جمنازيوم جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دغه جمنازيوم چې په یو وخت کې پکې دوه زره نندارچیان ځایږي؛ د فوټسال، والیبال او نورو ورزشونو جوګه دی چې د جوړېدو چارې يې په نهو میاشتو کې بشپړې شوې.

د ياد ورزشي جمنازیوم د پرانیستې په مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي آمر، دولتي، چارواکو، لوبغاړو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د دغه جمنازيوم د پرانیستې په ورځ د کابل او کوزې يښتونخوا لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کابل لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS