خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۱۶
خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي د اسماعیل سالار په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز اړوند شیخ زاید ورزشي جمنازیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د خوست جام په نوم د والیبال غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

دغو سیالیو کې درې لوبډلو له کابل، دوو لوبډلو له کوزې پښتونخواه او پنځو لوبډلو له خوست ولایت څخه ګډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې یې د کوزې پښتونخواه سالار لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې کابل وطندوست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به دوې میاشتې دوام وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS