خوست کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې
خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د نيزه وهنې ملي فدراسیون له لوري او د ګلاب حېدرزي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې له شپږو ولايتونو ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ چې درې ورځې يې دوام وکړ د غزني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د نيزه وهونکو د فکري او جمسي وړتياوو لوړولو په موخه وشوې، چې په پايله کې يې غزني لوبډلې لومړی، پکتيکا لوبډلې دويم او پکتيکا الف لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو په وروستۍ ورځ د سکېټ، خوسي، ځغاستې او تيږې اچونې نمايشات هم ترسره شول.
