خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د معارف جام په نوم د ټېپ بال کرکټ ليگ سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د معارف رياست په گډه همکارۍ د ياد ولايت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د معارف جام په نوم د ټېپ بال کرکټ ليگ سيالۍ، چې لس ورځې به دوام وکړي، د سنگين خصوصي لېسې لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سنگين خصوصي لېسې او ازمون اذرخش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سنگين خصوصي لېسې لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ازمون اذرخش لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۸ منډو په توپير وبايلله.a
