خوست کې د رمضان جام په نوم د ټېنس بال کرکټ سیالۍ د اکاکلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
خوست کې د رمضان جام په نوم د ټېنس بال کرکټ سیالۍ د اکاکلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېنس بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېنس بال کرکټ سیالۍ د اکاکلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اکاکلي او سپین څلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اکاکلي لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه خو مقابلې لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۲۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۷ منډو په توپیر وبایلله.

د سیالیو د پای په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته یو پسه او دویم مقام ته نغدې پیسې د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

جوزجان؛ قرقين ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قرقين ولسوالۍ په دينار کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک جيتسو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک اوولسم پړاو سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS