خوست کې د رسنیز کرکټ جام اووم پړاو لوبې پیل شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۱:۴۶
خوست کې د رسنیز کرکټ جام اووم پړاو لوبې پیل شوې

د خوست په مس عینک کرکټ لوبغالي کې د خوست رسنیز جام سیالیو اووم پړاو د رسمي پیل په موخه ځانکړي مراسم ترسره شول.

دغه سیالۍ چې هر کال د خوست ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا په ابتکار او هڅو، د خوست سیمه ییزو رسنیو د خبریالانو ترمنځ ترسره کیږي، په سږني فصل کې به نهه لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

ددې سیالیو د پیل په تړاو په جوړو شویو مراسمو کې د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال، د شورا مشر او غړو ، خبریالانو، د رسنیو استازو او لوبغاړو ګډون درلود.

د خوست ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا مشر ایوب خوښي څرګنده کړه چې یو ځل بیا فرصت برابر شوی تر څو د رسنیز جام لوبې پیل کړو.

ښاغلي ایوب له ټولو هغو کسانو او آدرسونو څخه مننه وکړه چې ددې لوبو مالي لاسنیوی یې کړی، د نوموړي په خبره د اسلامي امارت لوړ رتبه غړي انس حقاني، خوست ښاروالي او د ایوا ګروپ ددې سیالیو مالي ملاتړي دي، چې د دوی د مالي ملاتړ پرمټ به د رسنیو ترمنځ د کرکټ سږنی فصل په ښه ډول ترسره شي.

ددې لوبو موخه په خوست ولایت کې د غږیزو او تصویري رسنیو ترمنځ د همغږي رامنځ ته کول بلل شوي.

د خوست ورزشي آمر عطاءالله ګډوال د رسنیز کرکټ جام ترسره کیدل یو مهم ګام یاد کړ او د خوست ورزشي آمریت له ادرسه یې تر خپله وسه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د نن ورځې په مراسمو کې د ګټونکې لوبډلې له پاره غوره شوې ټراپي د لوبډلمشرانو په شتون کې نندارې ته وړاندې شوه.

د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د ازمون او ناز راډیو ګانو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د ازمون لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS