خوست کې د دولس لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند صحرا باغ سیمه کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د جبار قهرمان او شمل زلمیو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه جبار قهرمان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه. شمل زلمیو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۰ منډو په توپیر جبار قهرمان لوبډلې ته وبایلله.
د دغو سیالیو موخه د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرول ښودل شوي دي.