خوست کې د جوجیستو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د جوحیستو فدراسیون د استازولۍ له لوري د اته کلبونو ۲۵ جوړو ترمنځ د جوجیستو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو له پیلېدو مخکې له کابل څخه د تللیو استازو له لوري ټولو لوبغاړو او استادانو ته سمینار ورکړل شو او وروسته بیا د لوبغاړو ترمنځ د جوجیستو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې چې په پایله کې یې څپاند مرکزي کلب لومړی، سیلاب کلب دویم او دانش کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.
په دغو مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي آمر، د جوجیستو فدراسیون د نمایندګي مشر، د جوجیستو فدراسیون مسؤول استاد، مشرانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.