خوست کې د جنوب ختیځ زون په کچه ٦٠ لوبغاړو ته د والیبال سمینار پای ته ورسېده
د والیبال ملي فدراسیون له لوري د خوست ولایت مرکز متون ښار شیخ زاید ورزشي جمنازیوم کې د جنوب ختیځ زون په کچه د والیبال ٦٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ؛ دوه ورځنی سمینار پای ته ورسېده.
په دغه سمینار کې ورزشکارانو ته د والیال د نویو قوانینو او تخنیکونو په اړه زده کړه ورکړل شوه.
