خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد انور لوبډلې له ١٠٤ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١٥ منډو په توپیر یې خپلې سیالې خیبر مغازې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
