خوست: صبریو ولسوالۍ کې د اتحاد او یووالي په نوم د واليبال ټورنمنټ پيل شو
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د واليبال فدراسيون لورې د صبريو ولسوالۍ فعالو ځوانان په کوربتوب د اتحاد او يووالي په نوم مکتب بازار سيمه کې د واليبال ټورنمنټ پيل شو.
ددې ټورنامینټ د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي الحاج مولوي محمد نبي عمري، د امنیت امر عبدحلیم حیدر ، د دعوت ارشاد رئيس مولوي نورجمال، د صبریو ولسوال شیخ عزیز الله بریال، د والیبال فدراسیون مسؤول زمري سیلاني، د همدې ولسوالۍ امنیتي چارواکو، قومي مشرانو ، فعالو ورزشي ځوانانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.
د دې مراسمو په پیل کې خوست والي د سیمې له ځوانانو مننه وکړه چې په دې ډول پروګرامونو سره یې ځوانانو ته سالم مصروفیت برابر کړی او له نورو سیمو څخه دې سیمې ته ورزشکاران رادعوت کړي دي.
په دې ټورنمنټ کې به د خوست مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو ٥٠ لوبډلې ولوبيږي چې دوه مياشتنې به دوام وکړي.
د ياد ټورنمنټ د پيل لوبه د لکڼو رکيم او اسمعیل خېلو عمري کلپ ترمنځ وشوه چې د لکڼو رکيم لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
ټاکل شوې چې د دې ټورنمنټ ګټونکې لوبډلې ته ٣٠ زره او دوه يم مقام ګټونکې لوبډلې ته به ١٥زره افغانۍ جايزه ورکول کيږي.
