خوست: د کرکټ اختريز ټورنمنټ د تندر لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېد

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۶ - ۱۳:۲۷
خوست: د کرکټ اختريز ټورنمنټ د تندر لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېد

د خوست ولايت ګربز ولسوالۍ د کرکټ اختريز ټورنمنټ چې د دې ولسوالۍ اړوند مښې کلي کې چې له غلام خان بندر سره نېږدې موقعیت لري ترسره شو.

په دې ټورنمنټ کې ٢٠ لوبډلو ګډون درلود چې فاينل سياليو کې د خوست ورزشي مسوولینو، امنیتي چارواکو، قومي مشرانو، ځوانانو او د ورزش مينه والو برخه لرله.

د ياد ټورنمنټ پاى لوبې ته د تندر او ګل اباد خان شاهین لوبډلو لار ومونده چې لومړى توپ وهنه تندر لوبډلې وکړه.

تندر لوبډلې په ټاکل شويو اتو اورونو کې ١٦٨ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ١٦٩ منډې هدف کېښود.

مقابلې لوبډلې په اوو اورونو کې ١٢٨ منډې جوړې کړې ، چې د باران ورېدو له کبله لوبه وځنډېده خو وروسته د پرېکړې پر اساس تندر لوبډله ددې اختریز جام ګټونکې لوبډله اعلان شوه.

د دې لوبو د پاى مراسم د کپونو، مډالونو او ډاليو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS