خوست: دمرکز مربوط بودیخېلو کې درمضان شپنۍ سیالیو کې تڼیو لوبډلې خپل سیالان مات کړل

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۹:۳۵
خوست: دمرکز مربوط بودیخېلو کې درمضان شپنۍ سیالیو کې تڼیو لوبډلې خپل سیالان مات کړل

تېره شپه دخوست ولایت مربوط د لکڼو په بودیخېلو سیمه کې د والیبال رمضان جام شپنیو سیالیو په لړ کې د لمړي ګروپ لوبې ترسره شوې.

د دویم پړاو A ګروپ اوله لوبه د احسان تڼیو او دین محمد لکڼو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې احسان تڼیو لوبډلې دوه صفر خپل سیال مات کړ او دویمه لوبه په همدې شپه بیا هم دتڼیو او یعقوبیو منتخب ټیم ترمنځ وه، چې بیا هم احسان تڼیو لوبډلې دوه صفر لوبه وګټله.

د دې مسابقاتو دویم پړاو ته 12 لوبډلو لاره موندلې، چې دغه لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې، چې په هر ګروپ کې درې لوبډلې ځای پرځای شوې .

هره لوبډله به په خپل ګروپ کې دوه لوبې ترسره کړي، چې هره شپه به له دې وروسته دوه لوبې ترسره شي.

ددې ټورنامینټ لوبې په منظم ډول هره شپه د تراویحو له لمانځه وروسته په یاده سیمه کې روانې دي ،چې لیدلو ته یې له مختلفو سیمو ګڼشمېر مینه وال وردرومي .

د یادوولو وړده، چې په ورته ډول سیالۍ د خوست ولایت مربوط علیشېرو ،صبریو او تڼیو ولسوالۍ کې هم پیل شوې ، چې دروژې ترپایه به روانې وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS