خوست؛ گل بهادر لوبډلې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۳:۴۱
خوست؛ گل بهادر لوبډلې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په زېړۍ ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ د گل بهادر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سيد ولي او گل بهادر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيالۍ په ټاکلي وخت مساوي پای ته ورسېده، خو پنالټيانو کې گل بهادر لوبډلې سيالۍ لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS