خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځوان زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ضرار ایلیون او ځوان زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ځوان زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٠ منډو هدف وټاکه. ضرار ایلیون لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٤٣ منډې وکړې او د شپږ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
