خوست؛ ګربزو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې د بوريخېلو اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مشوال زلميو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې بوريخېلو اتلانو لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې بوريخېلو اتلانو لوبډلې ياد د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.
