خوست؛ ځوان زلميانو لوبډلې د صحرا ټېپ بال کرکټ سوپر ليگ لومړي پړاو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۴۶
خوست؛ ځوان زلميانو لوبډلې د صحرا ټېپ بال کرکټ سوپر ليگ لومړي پړاو سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د صحرا ټېپ بال کرکټ سوپر ليگ لومړي پړاو سيالۍ د ځوان زلميانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځوان زلميانو او صحرا بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ځوان اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف کېښود، صحرا بازانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۴۱ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS