خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د دریوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د درېوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
په دغو سیالیو کې ب.درالدین، بهادر او ځاځي میدان لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ب.درالدین لوبډلې د ١٦٢ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، بهادر لوبډلې د ١٥٠ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم ځاځي میدان لوبډلې د ١٣٠ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
