خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۹:۳۷
خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په ترکۍ کلي کې د سیمې د ځوانانو له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ورزشي مسؤل عزت الله وقار، مشرانو، ورزشي فعالانو او د ورزش ګڼ شمېر مینه والو برخه اخیستې وه.

د پیل لوبه د ډولي او محمد قیس خان لوبډلو ترمنځ وه، چې قیس خان لوبډلې په ټاکلیو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې د ډولي خان کلب د اتو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۱۲ منډې وکړې او سیالي یې وبایلله.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS