خوست؛ په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۹:۵۶
خوست؛ په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د صبریو يعقوبيو ولسوالۍ په خالبساط بازار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د خپلواک زلمي لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ د خپلواک زلمي او باک انار پاچا خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، خپلواک زلمي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۶۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې باک انار پاچا خان لوبډلې ۵۸ منډې وکړې او لوبه يې د لسو منډو په توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS