خوست؛ په باک ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵۵
خوست؛ په باک ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د باک ولسوالۍ د شمل خېلو په سیمه کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ څلورم پړاو سيالۍ، چې دوې میاشتې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د يعقوبيو خپلواک او مرکز فيضان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د فيضان لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه چې په ټاکلو نهو اورونو کې داتو لوبغاړو په سوځېدو سره يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د يعقوبيو خپلواک لوبډلې په نهو اورونو کې يې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپیر سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د دغو سياليو په پای کې ګټونکي لوبډلې ته يوه عراده موټرسايکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رحيمي کمپ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند باغ شرکت سیمه کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سییمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٥٠ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS