خوست؛ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځينې خېلو په شين کاڼ سيمه کې د اتو کلبونو د لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ د وهاب کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د ځانګړي کلب او وهاب کلب لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه ځانګړي کلب لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۲۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې وهاب کلب لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې د درېوو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په اووه ويکټو يې اتلولي خپله کړه.
يادو سياليو شل ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو مالي لګښت د يادې ولسوالۍ ورزشي مسوول عزت الله وقار په غاړه اخيستی و.