خوست؛ په مرکز متون کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز متون ښار په شمل سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د شمل سټارز کرکټ جام سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د شمل سټارز او عصمت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه د شمل سټارز لوبډلې وکړه او په ټاکلو نهو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۳۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې عصمت لوبډلې په ټاکلو اورونو کې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او په لسو منډو يې ماتې وخوړه.