خوست؛ وړډا خېلو ځواک لوبډلې د توريانو کلي T10 ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز متون ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د توريانو کلي T10 ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د وړدا خېلو ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د وړدا خېلو ځواک او متون NDS لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې متون NDS لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې وړدا خېلو ځواک لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ويکټو په توپير يې اتلولي خپله کړه.