خوست؛ نبي ورغه لوبډلې د زرغون خوست فوټبال سياليو اتلولي وګټله
د خوست ولایت فوټبال فدراسیون په همغږۍ د چينې مهدي خېلو ځوانانو له خوا د "زرغون خوست؛" په نوم د فوټبال جوړ شوى ټورنمنټ د نبي ورغې لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
دغه ټورنمنټ چې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ درې مياشتې وړاندې پيل شوى و، چې د فاينل لوبه يې د نبي ورغه او مهدي خېلو اتحاد لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٣-١ میدانونو په توپیر نبي ورغې لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېد.
په پاى کې ګټونکې لوبډلې ته کپونه، مډالونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.
