خوست؛ نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۹:۳
خوست؛ نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په صحرا کلي کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ د ټنډي کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ټنډي کلي او صحرا مسرور لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيالي مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې ټنډي کلي لوبډلې، خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړ.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS