خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سنجر زلمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سنجر زلمي او کوثر ننګیال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سنجر زلمي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٦ منډو هدف وټاکه. کوثر ننګیال لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٧١ منډې وکړې او د څلورو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.