خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګوهرالله دروېش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګوهرالله دروېش لوبډلې له خپل ۱۴۶ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۷ منډو په توپیر یې خپلې سیالې عظیم الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
