خوست؛ منگل سټارز لوبډلې د " قوشتيپې کانال " په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۵۰
خوست؛ منگل سټارز لوبډلې د " قوشتيپې کانال " په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په کونډيو صحرا بازانو ورزشي ميدان کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د " قوشتيپې کانال " په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د منگل سټارز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د منگل سټارز او صحرا بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې منگل سټارز لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف کېښود، صحرا بازانو لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۴۸ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS