خوست؛ مرکز متون ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۴:۱۷
خوست؛ مرکز متون ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خوست ښار په متون مامورانو ورزشي لوبغالي کې د ياد ولايت په کچه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ د هارون عمري لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د هارون عمري او ادريس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې هارون عمري لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به ۲۳ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS