خوست؛ مرکز متون ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۵۵
خوست؛ مرکز متون ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار په شيخ زاید ورزشي جمنازيوم کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مندوزیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې مندوزیو لوبډلې د ٢/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې اسماعیل خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS