خوست؛ محبوب کلب لوبډلې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۹:۲۲
خوست؛ محبوب کلب لوبډلې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټاکنيزې سيالۍ د محبوب کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د محبوب کلب او بهرام خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې بهرام خېلو په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف کېښود، محبوب کلب لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې ترلاسه کړ او د دوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د غورو لوبغاړو موندل وو، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS