خوست؛ لوگر لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټسال سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ځوانانو راډيو له لوري د څلورو ولایتونو ترمنځ د سويل ختيځ زون په کچه د فوټسال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، د لوگر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو د لوگر، پکتيکا، پکتيا او خوست ولايتونو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې لوگر لوبډلې خپلې سيالې پکتيا لوبډلې ته د ۱/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.
