خوست؛ علیشېرو ترېزیو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علیشېرو ترېزیو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مس عینک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د علیشېرو مس عینک او مکتب غونډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه علیشېرو مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې پرته له کومې ویکټې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٢ منډو هدف وټاکه. مکتب غونډۍ لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زیان ١٣٥ منډې وکړې او د ١٦ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.