خوست؛ صبریو ولسوالۍ کې د ٥٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۱۵
خوست؛ صبریو ولسوالۍ کې د ٥٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اړوند خالبساط بازار کې د ٥٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د کامران سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کامران سټارز او يعقوبيو خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کامران سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د خپلو اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٩ منډو هدف وټاکه. يعقوبيو خپلواک لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یواځې ٨١ منډې وکړې او د ٤٧ منډو په توپیر یې سیالۍ وبایلله.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې چې ٤٠ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS