خوست؛ صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د واليبال غوره ليگ پيل شو
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د شپږو کلبونو ترمنځ د واليبال غوره ليگ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې خپلواک کلب خپل سيال بازانو کلب ته د ۲۵ پر ۱۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.
