خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۳
خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په صبریو يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د "رمضان جام" په نوم د واليبال سيالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې صبريو نوري کلي ابين لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا دوه مياشتې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS