خوست؛ د نیو فول کنټاکټ او کیک بوکسینګ لوبغاړو ته د ارتقاء کمربندونه ور وتړل شول
د خوست ورزشي آمریت اړوند د نیو فول کنټاکټ کیک بوکسینګ رشتې یوولسو لوبغاړو ته په یاده رشته کې د ارتقاء کمربندونه ور وتړل شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د یادې رشتې په مرکزي کلب کې ترسره شول خوست ورزشي آمر عطاء الله کډوال، د ګڼو فدراسیونونو مسؤولینو، استادانو ، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.
د همدې رشتې مسؤول صفي الله امرخېل ټولو راغلیو مېلمنو، استادانو او د ورزش مينه والو ته ښه راغلاست ووايه او د کمربند تړلو په تګلاره یې خبرې وکړې.
د خوست ورزش آمر عطاء الله کډوال له لوبغاړو غوښتنه وکړه چې نورې هڅې هم وکړي او یوازې په دې کمربندونو بسنه ونکړي.
له ویناوو وروسته د کمربند تړلو ازموینه پیل شوه، چې یوولس لوبغاړي ددې جوګه شول ، چې د مختلفو کمربندونو تړلو ته وړاندې شي.
دوی ته د کمربند تړلو ترڅنګ دهمدې کمربندونو تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.
همدارنګه یو شمېر استادانو ته د ښه خدمت له کبله ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
